میدان وردګو کې موټر بم برید ۱۷ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

31 سرطان 1399 ساعت 8:45

ملي دفاع وزارت وايي، میدان وردګو ولایت کې د طالبانو په موټر بم برید کې ۱۷ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، میدان وردګو ولایت کې د طالبانو په موټر بم برید کې ۱۷ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید پرون یکشنبې د چنګاښ ۳۰ مه د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د جغتو په دوه لارې کې شوی دی.

د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه وايي، طالبانو له چاوېدونکو توکو ډک لاري موټر په دغه دولاري کې درولی و او د افغان ځواکونو د کاروان تېرېدو پر مهال یې چاودنه ورکړې ده.

وزارت تاییدوي، چې د طالبانو په دغه موټر بم برید کې د پوځ ۸ سرتېري وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو هم د برید مسوولیت منلی او طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر لیکلي، چې په دغه برید کې یې ګڼ افغان سرتېري وژلي دي.

دا برید داسې مهال کیږي چې د طالبانو سره بین الافغاني مذاکراتو ته هلې ځلې زیاتې شوي دي او افغان حکومت زرګونه طالبان او طالبانو سلګونه افغان سرتیري خوشې کړي دي.

جمهورخبري آژانس:میدان وردګ
 
 
 


د مطلب کود: 129745

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129745/

جمهور
  https://www.jomhornews.com