پاکستان کې نوې وسله والې ډلې پښتون ژغورنې غورځنګ ته ګواښ کړی

31 سرطان 1399 ساعت 8:54

راپورونه وايي، پاکستان کې د فدایان اسلام په نوم یوه نوې وسله واله ډله راپيدا شوې او لومړی ګواښ یې هم پښتون ژغورنې غورځنګ ته کړی دی.


راپورونه وايي، پاکستان کې د فدایان اسلام په نوم یوه نوې وسله واله ډله راپيدا شوې او لومړی ګواښ یې هم پښتون ژغورنې غورځنګ ته کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ډلې په جنوبي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر څنګ خلکو ته ګواښونه هم ګواښونه کړي دي.

د فدایان اسلام په نامه یوې ډلې چې په لومړي ځل یې نوم اورېدل کېږي په یو بیان کې ویلي، د پښتون ژغورنې غورځنګ ته په اشارې ویلي، دا خلک هڅه کوي په سیمه کې فحاشي خوره کړي.

په بیان کې دغه راز ویل شوي، دوی به له ټولو هغو کسانو سره حساب کتاب کوي چې د اسلام له چوکاټه وتلي کارونه ترسره کوي.

په ورته وخت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو تن مشر علي وزیر بیا یادو ګواښونو ته غبرګون کې ویلي، هغوی چې د کرښې هغې غاړې ته د خلکو له کورونو خبر دي څنګه یې په لمن کې نامعلوم وسله وال فعالیت کوي او خلک په مرګ ګواښي.

علي وزیر وايي،، دا د پاکستاني ریاست کار دی او په خبره یې، دوی به هیڅکله د خپلو خلکو د حقونو تحقق لپاره له پیل کړې مبارزې په شا نه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129747

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129747/

جمهور
  https://www.jomhornews.com