غزني کې ۱۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

31 سرطان 1399 ساعت 9:42

پوځي چارواکي وايي، په غزني ولایت کې د افغان ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې ۱۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


پوځي چارواکي وايي، په غزني ولایت کې د افغان ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې ۱۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې  د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وايي، د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې، د غزني د مرکز اړوند عاشقوال، ارزوی خورد و ارزوی کلان په سیمو کې شوې ده.

د یادې  قول اردو د رسنیو مسوول ایمل مومند وايي، افغان ځواکونو طالبانو بریدونه شنډ کړل او په ځوابیه برید کې یې ۸ طالبان وژلي او دوه نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې وژل شویو کسان د ملا حضرت خالد او ملا طلحه نفر و او له دوی څخه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 


د مطلب کود: 129752

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129752/

جمهور
  https://www.jomhornews.com