اروپايي ټولنې هم د بین الاافغاني خبرو د ژر پیلېدو غوښتنه وکړه

31 سرطان 1399 ساعت 9:50

اروپايي ټولنې هم په افغانستان کې د سولې لپاره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بین الاافغاني خبرو د ژر پیلېدو غوښتنه وکړه.


اروپايي ټولنې هم په افغانستان کې د سولې لپاره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بین الاافغاني خبرو د ژر پیلېدو غوښتنه وکړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی رولاند کوبیا وایي، بین ‌الافغاني خبرې باید پیل شي.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي پرون دوشنبې د چنګاښ ۳۰ مه پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې هېڅ شی باید دغو خبرو ته خنډ جوړ نه‌ کړي.

د نوموړي په خبره د پاتې بندیانو پر تبادلې او اوربند د بین ‌الافغاني خبرو په لومړیو ناستو کې بحث کېدای شي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ په افغانستان کې د امریکا شارژدافیر هم له افغان حکومت او طالبانو غوښتي و، چې پاتې مسایل ژر تر ژره حل او بین الاافغاني خبرې پیل کړي.

نوموړي ویلی و، چې افغانان نور حوصله نه لري نو ښکېلو اړوخونو ته پکار ده، چې پاتې ستونزې حل او خپلو کې خبرو ته سره کېني.

که څه هم د بین الاافغاني خبرو د پیل لپاره دواړه لوري چمتوالی لري او ټاکل شوې وه وړاندې لا پیل شوې وای، خو د بندیانو پر سر د دواړو لورو تر منځ اختلاف او دغه راز د طالبانو له خوا د تاوتریخوالی زیاتوالی هغه څه دي، چې دا خبرې یې تر اوسه ځنډولې او معلومه نه ده، چې کله به پیل شي.

طالبان د ۵ زره ټولو بندیانو په خوشي کولو ټینګار کوي، خو افغان حکومت چې ۴۴۰۰ بندیان یې خوشي کړي وايي، پاتې ۶ سوره بندیان داسې دوسیې لري، چې د خوشي کېدو وړ نه دي او نه یې هم پر خوشي کېدو سیمه ییزه او نړیواله اجماع شته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129754

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129754/

جمهور
  https://www.jomhornews.com