حمدالله محب:

نه د پاکستان تاسیسات جوړول پرېږدو، نه یې راکټي حملې بې ځوابه پرېږدو

31 سرطان 1399 ساعت 10:40

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب کونړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې ویلي، نه به د پاکستان تاسیساتو جوړولو ته اجازه ورکول کېږي او نه یې راکټي حملې بې ځوابه پاتې کېږي.


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب کونړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې  ویلي، نه به د پاکستان تاسیساتو جوړولو ته اجازه ورکول کېږي او نه یې راکټي حملې بې ځوابه پاتې کېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی محب او ورسره امنیتي پلاوی نن سه شنبې د چنګاښ ۳۱ مه سهار کونړ ته د دغه ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه ولاړ.

ښاغلي محب کونړ ته له رسېدو سره سم په سرکاڼو ولسوالۍ کې د هغه کور څخه لیدنه وکړه، چې په دې وروستیو کې د پاکستاني ځواکونو په راکېټي بریدونو ویجاړ شوی دي.
 
په دغه راکټي برید کې د یادې کورنۍ څو تنه غړي شهیدان او ټپیان شوي هم وو، چې  ښاغلي محب د یادې کورنۍ غړو او ددې ولسوالۍ مشرانو سره غم شریکي وکړه.
 
هغه له ولسونو مننه وکړه، چې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یې په ګډه د دوښمن د شومو اهدافو او پلانونو مخه نیولې او د هیواد د مځکنۍ بشپړتیا لپاره قرباني ورکړې ده.
 
ښاغلي محب وویل«دوښمن د طالبانو او نورو تروریستي ډلو په مرسته غواړي، چې د ډیورنډ د فرضي کرښې پر دې غاړه پوستې او تاسیسات ایجاد کړي، خو په خبره یې چې دوی باید پوه شي، چې نه یې تاسیساتو جوړولو ته اجازه ورکول کېږي او نه یې راکټي حملې بې ځوابه پاتې کېږي.»
 
د ملي امنیت شورا سلاکار له همدې کوره پر طالبانو، په ځانکړې توګه د هغوی پر مشرانو ږغ وکړ، چې د پردیو د ګټو لپاره د خپلو خلکو وژنه ودروي او پر ځای یې له خپلو خلکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په ګډه د افغانستان د دوښمنانو خلاف مبارزه پیل کړي.

د کنړ د ولسونو استازو او د همدې کورنۍ غړو وویل، چې دوی به د خپل کور، خاورې او خلکو او همداراز د مځکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره خپلو هڅو او سرښندونو ته ادامه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129758

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129758/

جمهور
  https://www.jomhornews.com