۰

طالبانو بلخ ولایت کې ۱۶ نور زنداینان هم خوشي کړي دي

چهارشنبه ۱ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۲
طالبانو بلخ ولایت کې ۱۶ نور زنداینان هم خوشي کړي دي
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، دوی له خپلو زندانونو د افغان حکومت حکومت ۱۶ بندیان هم خوشي کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  شاهین په خپل ټوېټر لیکلي، چې دغه شمېر زندانیان پرون سه شنبې د چنګاښ ۳۱ مه په شمالي بلخ ولایت کې خوشي دي.

نوموړي زیاته کړې، دغه خوشي شوي کسان چې افغان پوځیان او پولیس دي کور ته تر رسېدو پورې د لارې خرڅ هم ورکړل شوی دی.

وسله وال طالبان داسې مهال دغه بندیان خوشي کوي، چې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د یو خبري کنفرانس پرمهال له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې که سولې ته ژمن دي نو تاوتریخوالی دې ودروي.

دی وایي، د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي دوام هېڅ لوري ته د منلو نه دی او په وینا  یې د دوی هر څه افغانان او نړیوال ګوري.

هغه ویلي، چې افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې بدلون کړی دی او طالبان باید د دې بدلون په منلو او د دوحې هوکړې په عملي کولو سره بین الافغاني مذاکراتو ته غاړه کېږدي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي