اې بي سي نیوز:

استرالیايي ځواکونو افغانستان کې له تعصب نه ډک چلند کړی دی

1 اسد 1399 ساعت 8:28

اې بي سي نیوز راپور ورکړي، چې استرالیايي ځواکونو په افغانستان کې نه یوازې جنایتونه کړي، بلکې ځینې داسې کړنې یې هم کړې، چې هغه ښکاره تعصب بلل کېږي.


اې بي سي نیوز راپور ورکړي، چې استرالیايي ځواکونو په افغانستان کې نه یوازې جنایتونه کړي، بلکې ځینې داسې  کړنې یې هم کړې، چې هغه ښکاره تعصب بلل کېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې رسنۍ ویلي، دغه ځواکونو په ارزګان کې د خپل ماموریت پر مهال د هتلر بیرغ ورسره ګرځولی او اوس تازه لاس ته راغلي انځورونه او ویډیوګانې ښيي چې د ځینو نورو ډلو تعصبي بیرغونه یې هم ورسره ګرځولي دي.

په دغه راپور کې راځي چې استراليايي ځواکونو د عملیاتو پر مهال دغه بیرغونه ګرځول چې د قوانینو خلاف دي او په دې مانا دي چې دوی په یوه نړیوال ماموریت کې عقديي چلند کړی دی.

استراليايي قانونپوهانو هم د دغه مسایلو د هر اړخیزې څېړنې غوښتنه کړې ده.

د یادونې ده، چې استرالیايي ځواکونه تر دې  و ړاندې هم افغانستان کې د عامو وګړو په قصدي وژنه هم تورن شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129788

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129788/

جمهور
  https://www.jomhornews.com