کندهار: د طالبانو په برید کې ۷ پولیس وژل شوي دي

1 اسد 1399 ساعت 9:39

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې پر یوه امنیتي پوسته د طالبانو په برید کې ۷ پولیس سرتېري وژل شوي دي.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې پر یوه امنیتي پوسته د طالبانو په برید کې ۷ پولیس سرتېري وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر باکرزی وايي، طالبانو پرون سه شنبې د چنګاښ ۳۱ مه د کندهار په تخته پول ولسوالۍ کې پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ.

نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو په دغه برید کې ۷ پولیس وژل شوي او د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی معلوم.

بل خوا طالبانو ادعا کړې، چې په دغه برید کې یې ۱۲ افغان سرتېري وژلي، خو د کندهار چارواکي دا ادعا ردوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم د کندهار امنیتي چارواکو په همدې تخته پول ولسوالۍ کې د ۲۵ وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړی وو.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي و، چې وژل شوي کسان ټول پاکستاني جنګیالي دي، چې جسدونه یې په سیمه کې پاتې او پېژندپاڼې او اسناد یې افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 


د مطلب کود: 129793

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129793/

جمهور
  https://www.jomhornews.com