اروزګان کې چاودنې دې لوړ پوړي قوماندان وژلي دي

2 اسد 1399 ساعت 8:20

سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې اروزګان ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې د دریو قوماندانانو په ۷ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې اروزګان ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې  د دریو قوماندانانو په ۷ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون سه شنبې د زمري اوله د اروزګان ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د اروزګان د والي ویاند زړګی عبادي وايي، په دغه چاودنه کې د خاص اروګان ولسوالۍ امنیه قوماندان دادګل، د سیمه ییزه پولیسو او دغه راز د ملي اردو یو قوماندان وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې له یادو قوماندانانو سره په دغه چاودنه کې څلور تنه امنیتي سرتېري هم وژل شوي دي.

تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله زیاته شوې او یوازې په تېرو دریو ورځو کې تر ۴۰ پورې سرتېرو ته د طالبانو په موټر بم بریدونو، چاودنو او وسله والو بریدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري آژانس:اروزګان
 
 
 


د مطلب کود: 129827

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129827/

جمهور
  https://www.jomhornews.com