ننګرهار کې له دوه پوځي اډو امریکايي ځواکونه وتلي دي

2 اسد 1399 ساعت 8:32

سیمه ییز چارواکي وايي، امریکايي ځواکونه ننګرهار ولایت کې له دوه پوځي اډو وتلي او دغه اډې یې افغان ځواکونو ته سپارلې دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، امریکايي ځواکونه ننګرهار ولایت کې له دوه پوځي اډو وتلي او دغه اډې یې افغان ځواکونو ته سپارلې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې امریکايي ځواکونه په تېرو دوه ورځو کې د ننګرهار په هسکه مېنه او اچین ولسوالیو کې له دغه دوه پوځي اډو وتلي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې هغوی له وتلو سره سم دغه اډې ننګرهار کې مېشت افغان ځواکونو ته سپارلې او اوس د سیمې امنیت د افغان ځواکونو له خوا کنټرولېږي.

د یادونې ده، هغه پوځي اډې چې امریکایي ځواکونو افغان ځواکونو ته پرېښې  تر دې وړاندې دواړو لورو په کې د داعش ضد جګړې لپاره کار ترې اخیست.

امریکايي ځواکونه په داسې حال کې په ننګرهار کې له دوه پوځي اډو وځي، چې څو ورځې وړاندې د امریکا دفاع وزارت تایید کړې وه، چې د دوی ځواکونه له پنځو اډو وتلي دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 


د مطلب کود: 129828

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129828/

جمهور
  https://www.jomhornews.com