۱

خلیلزاد له افغانستان د امریکايي سرتېرو د ویستلو شرطونه بیا په ډاګه کړل

شنبی ۴ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۱
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو شرطونه په ډاګه کړل.
خلیلزاد له افغانستان د امریکايي سرتېرو د ویستلو شرطونه بیا په ډاګه کړل
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت  ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو شرطونه په ډاګه کړل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد پرون جمعه د زمري ۳ مه ویلي، له افغانستان څخه د امریکایي قواو وتل د طالبانو له لوري د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون د شرایطو په عملي کولو پورې مشروط دي.

نوموړي چې د امریکا د سولې د انستیتوت په یوې غونډې کې چې انلاین خبرې کولې، د تروریزم سره د مبارزې هڅې، له افغانستان څخه د امریکايي قواو وتل، د افغانانو ترمېنځ د سولې خبرې اترې پيل او د یو جامع اوربند په اړه هوکړه لېک، د طالبانو او امریکا ترمېنځ د سولې د تړون مهم عناصر یاد کړل.

خلیلزاد و ویل، د دې سره سره چې تر اوسه د سولې په خبرو کې پرمختګ شوي لا هم د افغان حکومت لخوا د ځېنې بندیانو ازادول او د تاوتریخوالي کمول د سولې د پروسې په لار کې دوه ستر خنډونه دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ په میاشت کې د تړون مهمه برخه دا وه چې افغان حکومت به ۵۰۰۰ طالبان او طالبان به یې په بدل کې ۱۰۰۰افغان سرتېري خوشې کوي.

افغان حکومت څه باندې ۴۴۰۰ طالب بندیان خوشې کړي او وايي د پاتې شاوخوا۶۰۰نور یې ځکه نه خوشې کوي چې «حق العبدي» قضیې لري.

خو طالبان بیا د خپلو بندیانو په خوشي کولو ټینګار لري وايي، که تر اختر پورې یې زندانیان خوشي شي، بین الافغاني خبرو ته چمتو دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي