د سویل ختیځ زون قومي مشران وايي، د حکومت ځیني کسان د سولې پروسې او مخامخ خبرو د پيل پر وړاندې خنډونه جوړوي چې په خبره يې باید مخه يې ونیول شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه زون د شپږو ولایتونو او د کوچیانو قومي مشران چې پرون جمعه د زمري ۳ مه د پکتیا مرکز ګردیز کې راغونډ شوي وو، په صحي مانا د سولې پروسې د ګړندي کولو غوښتنه وکړه.
د پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، غزني او میدان وردګ او کوچیانو قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو په دې غونډه کې د هېواد په روان امنیتي حالت اندېښنه وښوده او دا یې بحراني او د نه منلو حالت وباله.
دغه قومي مشرانو او دیني عالمانو ویل، د حکومت ځیني کسان د سولې پروسې او مخامخ خبرو د پيل پر وړاندې خنډونه جوړوي چې په خبره يې باید مخه يې ونیول شي.
د پکتیا قومي مخور ډاکتر نعیم احمدزي وویل چې پر جګړو سربېره د حکومتولي خرابېدو او د اداري فساد زیاتېدو له امله خلک سخت غوسه او خواشیني دي.
دغه قومي مشرانو ټینګار وکړه، چې دواړه لوري دې سولې ته جدي اراده وښيي، د سولې پروسه د چټک، بین الاافغاني خبرې د پيل او اوربند د وشي.
جمهورخبري آژانس:پکتیا