حنیف اتمر د سعودي د بهرنیو چارو وزیر سره خبرې کړې دي

4 اسد 1399 ساعت 9:23

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر محمد حنیف اتمر د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر سره تلېفوني خبرې کړې دي.


د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر محمد حنیف اتمر د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر سره تلېفوني خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر له افغانستان سره د سعودي عربستان له مرستو مننه کړې او د افغانستان د سولې په پروسه کې یې د دغه هېواد همکاري مهمه او حیاتي بللې.

په ورته وخت کې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر هم په بېلا بېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ګډه همکاري مهمه وبلله او له افغانستان څخه یې په بېلا بېلو برخو په ځانګړي ډول د سولې په پروسه کې د خپل هېواد په ملاتړ ټینګار وکړ.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد به یې سولې ته د افغانانو د رسېدو په برخه کې  له خپل هېڅ ډول همکارۍ  او مرستې څخه ځان ونه غړوي.

ویل کېږي، سعودي عربستان پر طالبانو او د هغوی په ملاتړو، چې پاکستان دی، د پام وړ نفوذ لري او کولی شي د افغان سولې په برخه کې ګټور رول ولوبوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 129879

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129879/

جمهور
  https://www.jomhornews.com