طالبان: خوشي شوي زندانیان مو بیا د جګړې ډګر ته نه ځي

5 اسد 1399 ساعت 7:25

طالبان وايي، دوی خپلو خوشي شویو بندیانو ته امر شوی، چې بیا د جګړې ډګر ته ولاړ نه شي او په وینا یې هغوی نه ځي.


طالبان وايي، دوی خپلو خوشي شویو بندیانو ته امر شوی، چې بیا د جګړې ډګر ته ولاړ نه شي او په وینا یې هغوی نه ځي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې افغان چارواکي وايي، ځینې طالب بندیان تر خوشي کېدو وروسته بیا د جګړې ډګر ته ستانه شوي، چې په جګړه کې بېرته نیول شوي هم دي.

خو طالبانو په یوه  اعلامیه کې چې پرون یکشنبې یې خپره کړې ویلي، دوی خپلو خوشي شویو بندیانو ته امر کړي، چې بیا جګړې ته ستانه نه شي.

په اعلامیه کې ویل شوي، دغه خوشي شویو بندیانو ته سپارښتنه شوې، چې کورونو کې کېني او په ورکړل شوي امر کلک عمل وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینو خوشي شویو طالب بندیانو، چې ویدیوګانې یې په خواله رسنیو کې خپرې شوي، ویلي چې بیا د جنګ جبهې ته ځي.

تر دې وړاندې طالبانو ژمنه کړې وه چې خوشي شوي بندیان به جنګ ته نه لېږي.

طالبان وايي، که د بندیانو د خوشې کولو پروسه بشپړه شي، نو دوی چمتو دي چې له لوی اختر وروسته بین‌الافغاني خبرې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129905

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129905/

جمهور
  https://www.jomhornews.com