د پاکستان ځانګړی استازی: له افغانستان سره مو ټولو لارې پرانستې دي

5 اسد 1399 ساعت 7:29

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان وايي، له افغانستان سره ټولې سوداګریزې او ترانزیټي لارې پرانستې دي.


د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان وايي، له افغانستان سره ټولې سوداګریزې او ترانزیټي لارې پرانستې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې  صادق خان پرون یکشنبې د زمري ۴ مه په خپل ټوېټر لیکلي، چې پر ډویورنډ کرښه ټولې ۵ لارې په وروستیو ورځو کې پرانیستل شوي او د سوداګري مالونو کانتینر پرې تګ راتګ کوي.

هغه ویلي«د تورخم، غلام خان، سپین بولدک- چمن، انګور اډه او خرلاچۍ لارې اوس پرانیستي دي او تګ راتګ پرې کېږي.»

د پاکستان ځانګړي استازي دا هم زیاته کړې، حکومت یې هڅه کوي چې په ګمرکونو کې د تجارتي مالونو د محصول اجراات چټک شي او سوداګر ستونزې ونه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129906

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129906/

جمهور
  https://www.jomhornews.com