د کندهار ارغستان ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر وژل شوی دی

6 اسد 1399 ساعت 16:58

امنیتي سرچینې وايي، د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ د امنیت مدیر عبدالناصر د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې وژل شوی دی.


امنیتي سرچینې وايي، د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ د امنیت مدیر عبدالناصر د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې وژل  شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سرچینې زیاته کړې، چې نوموړی وړمه شپه له خپلو دوه ساتونکو سره یو ځای په ماین چاودنه کې  وژل شوی دی.

د کندهار چارواکو تر  اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د چاودنې مسوولیت تر اوسه چا اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129953

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129953/

جمهور
  https://www.jomhornews.com