هلمند کې بیا د افغان ځواکونو په مرکز موټر بم بریدونه شوی دی

6 اسد 1399 ساعت 16:59

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې د هلمند – کندهار پر لویه لار د افغان ځواکونو په یوه مرکز وسله والو طالبانو موټر بم برید کړی دی.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې د هلمند – کندهار پر لویه لار د افغان ځواکونو په یوه مرکز وسله والو طالبانو موټر بم برید کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې برید پرون یکشنبې د زمري ۵ مه د کندهار – هلمند پر لویه لار د هلمند د نهرسراج ولسوالۍ د لومړۍ شهرا پر سر د افغان ځواکونو په مرکز شوی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، په دغه دوه موټر بم بریدونو کې  ۲ افغان سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د یادونې ده، چې دا په تېرو دریو ورځو کې  دوهم برید چې د کندهار – لښکرګاه په لویه لار پر افغان ځواکونو تر سره کېږي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 


د مطلب کود: 129954

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129954/

جمهور
  https://www.jomhornews.com