خرم:

امریکا په بشپړه توګه له افغانستان څخه نه وځي، دلته یې ملېشې روزلې

6 اسد 1399 ساعت 17:03

د مخکني ولسشمر حامد کرزي د دفتر رییس او د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخواني وزیر عبدالکریم خرم ویلي، امریکا په بشپړه توګه له افغانستان څخه نه وځي.


د مخکني ولسشمر حامد کرزي د دفتر رییس او د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخواني وزیر عبدالکریم خرم ویلي، امریکا په بشپړه توګه له افغانستان څخه نه وځي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي خرم دغه څرګندونې له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې کړې او ټینګار یې کړی که امریکا په مطلق ډول له افغانستان څخه ووځي، نو ډېره تکیه به یې پر محلي ملېشو وي.

نوموړي زیاته کړه،  امریکا په افغانستان کې ملېشې روزلې او تجهیز کړې، چې لږ تر لږه ۱۲۰۰۰ یې په خوست ولایت کې دي.

خرم د دغه ملېشو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وايي دا ملېشې په بېلا بېلو نومونو فعالې دي.

بل خوا خرم د سولې په اړه خبرو کې ویلي، چې لا هم یو شمېر هېوادونه د افغانستان د سولې په چارو کې لاسوهنه کوي.

ده اندېښنه ښودلې، چې که د سولې خبرې پیل نه شي، د افغانستان لپاره به یو بد حالت وي، نو ځکه یې په وینا غوره ده، چې بندیان خوشي شي او دا خنډ له منځه یووړل شي.

دی وايي، د بندیانو د خوشي کېدو په اړه د طالبانو شرطونه کومه نوې خبره نه ده، ځکه امریکا د سولې په توافق کې ورسره ژمنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129956

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129956/

جمهور
  https://www.jomhornews.com