یوناما: په تېرو شپږو میاشتو کې ۳۴۵۸ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

6 اسد 1399 ساعت 17:12

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې وايي، افغان جګړه په نړۍ کې د ملکیانو لپاره خونړۍ وه.


ملګرو ملتونو افغانستان کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې وايي، افغان جګړه په نړۍ کې د ملکیانو لپاره خونړۍ وه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په کابل کې ملګرو ملتونومرستندویه دفتر یا یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په افغانستان کې د روانې جګړې له امله د ملکي وګړو مرګ ژوبله د جدي اندېښنې وړ ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۴۵۸ ملکیانو ته د جګړو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده.

ملګري ملتونه وايي، د مرګ ژوبلې لوړه سلنه د طالبانو د بریدونو له امله اوښتې ده او په خبره یې په جګړو کې ۱۲۸۲ ملکیان وژل شوي او ۲۱۷۶ ملکیان ټپیان دي.

یادې ادارې دغه راز جګړه کې پر ښکېلو لورو غږ کړی، چې ژر تر ژره جګړه ودروي او د سولې لپاره اقدامات وکړي.

یوناما زیاته کړې، افغان جګړه د ملکیانو لپاره د نړۍ په کچه ترټولو خونړۍ ده او د سولې د خبرو پر مهال رامنځ ته شوی تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی.

سرچینې دغه راز پر رسنیو او نورو اړخونو هم غږ کړی، چې پر ښکېلو لورو دې فشار راولي او دغه راز دې د اوربند تامین لپاره هڅې ګړندۍ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129958

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129958/

جمهور
  https://www.jomhornews.com