وسله والو طالبانو تازه په یوه اعلامیه کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د یوناما وروستی راپور رد کړی او هغه یې بې اساسه بللی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد راپور د امنیتي ارګانونو د معلوماتو په اساس ترتیب او خپور شوی، چې په خبره یې په واقعي بڼه د ملکي مرګ ژوبلې قضيې نه دي په کې په ګوته شوي.
طالبانو دغه راز یو ځل بیاپه هېواد کې د ملکي مرګ ژوبلې اصلي او عمده عامل په کلیو، کورونو او ملکي ځایونو باندې د افغان ځواکونو بمبارۍ یادې کړې.
دوی په خپله خبرپاڼه کې د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ وروستۍ پېښه یې د بېلګې په توګه یاده کړې ده.
د یادونې ده، چې وړاندې تر دې یوناما دفتر د ملکي مرګ ژوبلې په اړه خپل وروستي راپور کې د ملکي تلفاتو زیاته پړه پر طالبانو اچولې وه.
یوناما ویلي، په تېرو ۶ میاشتو کې کابو ۴ زره ملکي افغانانو ته مرک ژوبله اوښتې، چې ډېر مسوول یې طالبان دي.
دغه راز ناټو هم ویلی، چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو ډېر مسوولیت طالبانو ته متوجه دی او دغه ډله باید تاوتریخوالی نور ودروي.
جمهورخبري آژانس: کابل