روسي رسنۍ:

طالبان غواړي پر شخصي بنسټونو او موسساتو نفوذ ولري

7 اسد 1399 ساعت 8:36

ار ټي روسي رسنۍ په یوه راپور کې ویلي،طالبان غواړي پر شخصي کمپنیو، موسساتو، انجوګانو او شرکتونو نفوذ ولري.


ار ټي روسي رسنۍ په یوه راپور کې  ویلي،طالبان غواړي پر شخصي کمپنیو، موسساتو، انجوګانو او شرکتونو نفوذ ولري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه رسني ادعا کړې، چې دغه پرېکړه تازه د طالبانو د رهبرۍ شورا له خوا شوې ده.

سرچینې ویلي، د طالبانو د رهبرۍ شورا تازه پرېکړه کړې چې په ټول افغانستان کې باید موسسات، شخصي کمپنۍ، انجوګانې، شرکتونه او نور بنسټونه د دوی تر اغېز او نفوذ لاندې وي.

دغه رسنۍ زیاته کړې، چې طالبانو ویلي، ځینې یاد شوي بنسټونه د افغانستان د ملي ارزښتونو پر ضد دي چې باید دوی یې کنټرول کړي.

ار ټي رسنۍ وایي طالبان په دې توګه غواړي چې ډېری موسسات او کمپنۍ ورسره ثبت شي او د دوی تر امر لاندې کار وکړي.

طالبانو په رسمي ډول تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129973

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129973/

جمهور
  https://www.jomhornews.com