د ټاپي پروژې برخوالو هېوادونو د یادې پروژې د تطبیق، پرمختګونو او یو له بله په همکاریو غونډه کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر دغه غونډه د ویډیويي کنفرانس له لارې تر سره شوې، چې د افغانستان په استازيتوب په کې د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري، د افغانستان بانک ریس او په مالي او بانکي چارو کې د ولسمشر سلاکار، اجمل احمدی ګډون درلود.
غونډه کې د هندوستان د طبیعي ګاز او پیترولیم وزیر، د ترکمن ګاز ریس باتیر امانوف، د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار ندیم بابر او د ټاپې شرکت مشر محمد مراد امانوف ګډون درلود.
په غونډه کې د ټاپې پایپ لاین په ورستیو پرمختګونو، د پروژې د تطبیق لپاره په شریکې همکارۍ، او په پروژه کې د شاملو هیوادونو په بین الحکومتي تعهداتو او د پروژې لپاره په مالي سرچینو خبرې وشوې.
د افغان حکومت استازو د یادې پروژې د تطبیق په هدف په حقوقي، تخنیکې،او اقتصادي برخه کې خپلې ژمنې تازه کړې او له برخوالو هیوادونو یې د خپلو ژمنو د پوره کیدو هیله وکړه.
په دغه غونډه کې د ټاپې پروژې غړو هېوادونو هم دغه پروژه ارزښتمنه وبلله او د یو مهالویش په اساس یې د کارونو د سرعت او په افغان خاوره کې د ورستیو پرمختګونو ددوام په هدف خپلې ژمنې تازه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل