د وردګو ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي وژل شوی دی

7 اسد 1399 ساعت 11:37

ملي دفاع وزارت د میدان وردګ ولایت لپاره د طالبانو د مرستیال والي او د هغه د شپږو ملګرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


 ملي دفاع وزارت د میدان وردګ ولایت لپاره د طالبانو د مرستیال والي او د هغه د شپږو ملګرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن سه شنبې د زمري ۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، پرون طالبانو پلان درول، چې د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې پر ځینو امنیتي پوستو بریدونه وکړي.

خو په وینا یې افغان ځواکونه د طالبانو له دغه پلان څخه خبر او وار یې پرې وړمبۍ کړ، چې په ترڅ کې یې د یاد ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي له پنځو نورو طالبانو سره و وژل شو.

ملي دفاع وزارت وايي، په دې عملیاتو کې د طالبانو یو میل دهشکه هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 129983

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129983/

جمهور
  https://www.jomhornews.com