کابل کې چاودنې دریو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

7 اسد 1399 ساعت 11:54

د کابل پولیس تاییدوي، چې په ښار کې د یوې چاودنې له امله دریو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د کابل پولیس تاییدوي، چې په ښار کې د یوې چاودنې له امله دریو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې  ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن سه شنبې د زمري ۷ مه د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د بادام باغ په سیمه کې شوې ده.

پولیس وايي، سهار ۷:۱۵ د پولیسو په رنجر موټر پسې چسپکي ماین چاودنه کړې، چې له امله یې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د دوی په وینا په پېښه کې د پولیسو موټر په بشپړه توګه له منځه تللی خو په اړه یې څېړنې روانې دي.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129984

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129984/

جمهور
  https://www.jomhornews.com