اختر کې اوربند اعلان شو، خو یو د بل تر کنټرول لاندې سیمو ته څوک نه شي تلای

7 اسد 1399 ساعت 20:43

وسله والو طالبانو د اختر په دریو ورځو کې د اوربند اعلان کړی خو ویلي یې دي، نه د دوی تر کنټرول لاندې سیمو ته څوک ورتلی شي او نه یې خپل کسان کولی شي د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو ته ولاړ شي.


وسله والو طالبانو د اختر په دریو ورځو کې د اوربند اعلان کړی خو ویلي یې دي، نه د دوی تر کنټرول لاندې سیمو ته څوک ورتلی شي او نه یې خپل کسان کولی شي د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو ته ولاړ شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې  طالبانو نن سه شنبې د زمري ۷ مه د لوی اختر په دریو ورځو کې د اوربند اعلان کړی وايي، نه پر افغان ځواکونو برید وکړ او نه به هغوی برید ته پرېږدي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي«د دې لپاره چې هېوادوال د اختر شپې او ورځې په خوښۍ سره ولمانځي زمونږ ملګري دې د اختر په لومړیو درېیوو ورځو کې دې په دولتي کسانو باندې هېڅ ډول بریدونه نه کوي.»

د یادې ډلې مشرتابه دغه راز خپلو جنګیالیو ته امر کړی که د مقابل لوري ورباندې برید کېږي ځواب دې یې ورکړي.

طالبانو له خپلو کسانو غوښتي چې تر خپلو نفوذي سیمو ونه و وځي او همدارنګه حکومتي کسانو ته دې د دوی تر واک لاندې سیمو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي.

په ورته وخت کې د افغانستان حکومت د طالبانو له خوا د اختر په ورځو کې د درې ورځیني اوربند د اعلانېدو هرکلی کړی دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې ولسمشر محمد اشرف غني ټولو افغان امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې اوربند په سمه توګه رعایت کړي.

صدیقي دغه راز ویلي «د اوربند اعلان یو مهم ګام دی، اما د افغانستان خلک د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو ډلې ترمنځ د دوامدار اوربند او د سولې مذاکراتو د پیلولو غوښتونکي دي.»

دا دریم ځل دی چې په تېرو ۱۹ کلونو کې د طالبانو له لوري رسمي اوربند کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129994

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129994/

جمهور
  https://www.jomhornews.com