ولسمشر غني:

طالبانو له امریکا سره تر تړون وروسته زرګونه افغان سرتېري وژلي

7 اسد 1399 ساعت 20:51


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، طالبانو دوحه کې له امریکا سره تر تړون وروسته زروګونه افغان پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن سه شنبې د زمري ۷ مه کابل کې د لوړ پوړو چارواکو غونده کې کړې او ویلي یې دي، چې یو شمېر سرتېري تري تم شوي هم دي.

ښاغلي غني زیاته کړې، چې د دوحې له تړون وروسته ۳۵۶۰ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وژلي او ۶۷۸۱ نور یې  ټپیان کړي دي.

دغه راز ولسمشر وايي، د طالبانو په بریدونو کې پر دې سربېره ۳۰۳۷ ملکي وګړي هم وژل شوي دي او پر خلکو د توغندیو ویشتل د طالبانو ورځنی عادت دی.

ولسمشر غنی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ملګرو ملتونو هم په یوه راپور کې ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې کابو ۴ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ډېر مسوول یې وسله وال طالبان دي.

په ورته وخت کې د غوڅ ملاتړ ماموریت او ناټو هم د ملکي وګړو په مرګ ژوبله اندښه ښودلې او طالبان یې تر ډېره د دغه مرګ ژوبلې مسوول بللی دي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال سکاټ مېلر ویلي طالبان باید تاوتریخوالی بند کړي تر څو سولې ته لار برابره شي.

خو طالبانو په یوه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو راپور رد او بې بنسټه بللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129995

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129995/

جمهور
  https://www.jomhornews.com