ولسمشرغني:

ډېر ژر به د طالب زندانیانو د خلاصون پروسه بشپړه او خبرې به پیل شي

8 اسد 1399 ساعت 7:59

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ډېر ژر به د پنځه زره طالب زندانیانو د خلاصون پروسه بشپړه او هیله ده په یوه اوونۍ کې بین الاافغاني خبرې پیل شي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ډېر ژر به د پنځه زره طالب زندانیانو د خلاصون پروسه بشپړه او هیله ده په یوه اوونۍ کې بین الاافغاني خبرې پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون سه شنبې د زمري ۷ مه کابل کې د لوړپوړو چارواکو غونډه کې کړې دي.

نوموړي و ویل، که څه هم له امریکا سره تر تړون وروسته د طالبانو په بریدونو کې زیاتوالی راغلی او زرګونو افغان سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې، خو په وینا یې حکومت بیا هم د سولې خبرو ته ژمن دی.

ښاغلي غني ویلي، د دوحې تر تړون وروسته طالبانو ۳۵۶۰ افغان سرتېري وژلي او ۶۷۸۱ سرتېري یې ټپیان کړي او یو شمېر تري تم شوي دي.

افغان ولسمشر یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې حکومت سولې ته ژمن دی او ډېر ژر به د پنځه زره طالب زندانیانو د خلاصون پروسه بشپړه شي.

ولسمشر وايي، تمه ده، چې له دغه اقدام وروسته طالبان هم تاوتریخوالی ودروي او په یوه اوونۍ کې بین الاافغاني مذاکرات پیل شي.

ښاغلي غني یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې خبرو ته کیني چې هر اړخیز او دایمي‌ سولې ته لار پرانستل شي.

د ښاغلي‌ غني‌ له دغه اعلان څخه وروسته طالبانو په اختر کې اوربند اعلان کړ.

د طالبانو مشر ملا هبت الله د اختر په پیغام کې دا هم ویلي، چې ځینې خاصې کړي د سولې پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي او هیله ده، چې افغان حکومت دغه خنډونه لرې کړي تر څو بین الاافغانی  خبرو ته لار هواره شي.

په ورته وخت کې افغانستان کې ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم ویلي، چې تاوتریخوالی زیات شوی او طالبان باید د تاوتریخوالي په درولو سره بین الاافغاني خبرو او سولې ته لار برابره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 130001

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130001/

جمهور
  https://www.jomhornews.com