امریکا:

د اوربند هرکلي کوو، هیله ده، حکومت او طالبان د ژر خبرې پيل کړي

8 اسد 1399 ساعت 8:14

امریکا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند د اعلان هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې افغانان به ژر په خپل منځ کې خبرې پیل کړي.


امریکا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند د اعلان هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې افغانان به ژر په خپل منځ کې خبرې پیل کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابل کې د امریکا شارژدافیر روز ویلسن پرون سه شنبې د زمري ۷ مه د اوربند له اعلان وروسته ویلي، چې دوی د اختر د اوربند هرکلی کوي ځکه په وینا یې افغانان د دې مستحق دي چې د اختر رخصتۍ په سوله کې تېرې کړي.

نوموړي په خپله ټویټرپاڼه لیکلي«له دواړو خواوو تمه لرم چې خپلې ژمنې پوره کړي او ژر بین الافغاني خبرې پیل کړي.»

ویلسن دا څرګندونې وروسته له دې خپرې کړې چې د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د لوی اختر په مناسبت په خپور کړي پیغام کې خپلو پلویانو ته وویل چې د اختر په شپو ورځو کې له بریدونو لاس واخلي.

ده له خپلو کسانو غوښتي چې تر خپل نفوذ لاندې سیمو ونه و وځي او همدارنګه حکومتي کسانو ته په خپلو سیمو کې د ورتګ اجازه نه ورکوي.

له دې سره سم افغان حکومت د طالبانو له خوا د اختر په ورځو کې د درې ورځیني اوربند د اعلانېدو هرکلی وکړ.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې ولسمشر محمد اشرف غني ټولو افغان امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې اوربند په سمه توګه رعایت کړي.

صدیقي دغه راز ویلي د اوربند اعلان یو مهم ګام دی، اما د افغانستان خلک د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو ډلې ترمنځ د دوامدار اوربند او د سولې مذاکراتو د پیلولو غوښتونکي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 130003

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130003/

جمهور
  https://www.jomhornews.com