په ۶ میاشتو کې له ایران نه تر ۴ لکه زیات افغانان راستانه شوي

8 اسد 1399 ساعت 8:19

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې تر څلور لکه زیات افغانان له ایران څخه ستانه شوي دي.


د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې تر څلور لکه زیات افغانان له ایران څخه ستانه شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کډوالۍ نړیوال سازمان یا (IOM) دا ارقام پرون سې شنبې د زمري ۷ مه په خپل راپور کې کړې ده.

په راپور کې ویل شوي، ایران په وروستیو اوونیو کې د افغانانو اخراج خورا زیات کړی دی خو د دغه ډېر شمېر افغانانو د اخراج دقیق علت لا معلوم نه ‌دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د جنورۍ له لومړۍ څلور لکه ۴،۸۶۸ افغانان یا په خپله خوښه ستانه شوي یا په زوره اخراج کړای شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 130004

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130004/

جمهور
  https://www.jomhornews.com