کابل کې د وسله والو حرفوي غلو یوه ډله ونیول شوه

8 اسد 1399 ساعت 10:18

د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یوه چټک اوپراتیفي اقدام په ترڅ کې پینځه وسله وال حرفوي غله نیولي دي.


د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یوه چټک اوپراتیفي اقدام په ترڅ کې پینځه وسله وال حرفوي غله نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کابل امنیه قومانداني وايي، د وسله والو غلو یاده ډله له څه مودې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې وه.

سرچینه وايي، دغه غلو د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې یې د وسله والو غلاو په ګڼو قضیو کې لاس درلود، چې تېره ورځ د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې تر پېژندنې او لنډې وسله والې نښتې وروسته پداسې حال کې ونیول شوه چې دوه تنه ژوبل شوي وو.

له دې کسانو څخه یوه قبضه تفنګچه، دوه قبضې چاقوګاڼ او یو عراده موټر هم ترلاسه شوي دي.

د کابل امنیه قومانداني وايي، د امنیتي میثاق په تطبیق کې د خلکو همکاري د عامه امن او نظم د ټینګښت لامل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 130013

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130013/

جمهور
  https://www.jomhornews.com