اسلام آباد کې افغان سفیر له خپلې دندې لاس په سر شو

8 اسد 1399 ساعت 14:37

په اسلام آباد کې افغان سفیر عاطف مشعل له خپلې دندې استعفا کړې او د نوموړي استعفا د ولسمشر غني له خوا منل شوې ده.


په اسلام آباد کې افغان سفیر عاطف مشعل له خپلې دندې استعفا کړې او د نوموړي استعفا د ولسمشر غني له خوا منل شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مشعل ویلي، د نورو لوړو زده کړو او ځینو معاذیرو له مخې د کار دوام ورته ستونزمن شوی او نشي کولی چې خپلې دندې ته ادامه ورکړي.

نوموړي په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، لومړۍ استعفاء یې تېر کال د لیندۍ په ۲۵ ولسمشر محمد اشرف غني ته سپارلې وه او دوهمه استعفاء یې د روان کال د زمري پر ۵ مه نېټه ولسمشر ته وړاندې کړې ده.

ښاغلی مشعل وايي«د اوسني ماموریت پای مې وطن ته د خدمت کولو خاتمه نه ده، بلکې په راتلونکي کې به د زمینې مساعدېدلو په صورت کې بیا هم د خپل هیواد لپاره کار کوم.»

عاطف مشعل دغه راز زېاته کړې چې د ولسمشر د لارښوونو مطابق یې خپله دنده په پوره ژمنتیا سره تر سره کړې ده.

ولسمشر غني د عاطف مشعل استعفاء منلې ده.

مشعل تر دې وړاندې د څو کلونو لپاره د کرکټ بورډ رئیس په توګه دنده تر سره کړې او وروسته په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر وټاکل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 130018

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130018/

جمهور
  https://www.jomhornews.com