افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۳۶۳۶۸ تنو ته ورسېده

8 اسد 1399 ساعت 14:47

د عامې روغتیا وزرات وايي، هېواد کې د کرونا د ۱۰۵ تازه پېښو په ثبت سره پر دغه ناروغۍ د اخته کسانو شمېر کابو۳۷ زره تنو ته ورسېده.


د عامې روغتیا وزرات وايي، هېواد کې د کرونا د ۱۰۵ تازه پېښو په ثبت سره پر دغه ناروغۍ د اخته کسانو شمېر کابو۳۷ زره تنو ته ورسېده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې روغتیا وزارت نن چهارشنبې د زمري ۸ مه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي، په تېره شپه ورځ کې د کرونا ۴۱۶ پېښې څېړل شوې، چې ۱۰۵ یې مثبت وې.

سرچینه زیاتوی، په تازه پېښو کې ۳۹ په هرات او ۳۷ په کابل کې دي، چې په دې سره په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۶۳۶۸ تنو ته ورسېده.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یوازې یو تن د کرونا له امله مړ شوی، چې ورسره د مړو شمېر ۱۲۷۰ تنو ته ورسېدو.

دغه راز وزارت ویلي، په تېره شپه ورځ کې ۱۶۰ تنه له دغه ناروغۍ ښه شوي، چې په دې سره د ټولو روغو شویو کسانو شمېر ۲۵ زره ۳۵۸ تنو ته رسېدلی دی.

د عامې روغتیا وزرات وايي، که څه هم په دې وروستیو اوونیو کې کرونا ویروس کم شوی دی، خو په مکمل ډول له منځه نه دی تللی، نو ځکه باید خلک د اختر په ورځو کې ډېر احتیاط وکړي.

د یادونې ده، چې نړۍ کې د کرونا مثبتې پېښې  ۱۶ میلیونه، ۸۹۹ زره او ۳۱۶ تنو ته رسېدلې، چې څه باندې لس نیم میلیونه ترې روغ شوي او ۶۶۳ زره او ۴۵۰ تنه مړه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 


د مطلب کود: 130019

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130019/

جمهور
  https://www.jomhornews.com