لغمان کې چاودنې ۱۰ تنه مرګ ژوبله اړولې ده

9 اسد 1399 ساعت 11:38

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې لغمان ولایت کې د موټر سایکل بم چاودنې له امله ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې لغمان ولایت کې د موټر سایکل بم چاودنې له امله ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون چهارشنبې د زمري ۸ مه ماښام مهال د مرکز مهترلام اړوند سلطان غازي بابا ښارګوټي کې رامنځ ته شوې ده.

عیني شاهدانو ویلي، چاودنه د یوې  هوټل مخ ته رامنځ ته شوې، چې یو ماشوم په کې وژل شوی او د یوه ماشوم په ګډون ۹ تنه په کې ټپيان شوي دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وايي، چاودنه د موټر سایکل بم له امله رامنځ ته شوې، چې ۱۰ تنه په کې ټپیان شوي او یوه ټپي په روغتون کې ساه ورکړې ده.

نوموړی زیاتوي، چې په ټپیانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:لغمان
 
 


د مطلب کود: 130042

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130042/

جمهور
  https://www.jomhornews.com