۰

طالبان به د نن ورځې تر پای پورې د افغان حکومت ټول بندیان خوشي کړی

پنجشنبه ۹ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۰
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له څرګندونو سره سم ټاکل شوې د نن ورځې تر پای پورې طالبان د افغان حکومت ټول ۱۰۰۰ تنه بندیان خوشي کړي.
طالبان به د نن ورځې تر پای پورې د افغان حکومت ټول بندیان خوشي کړی
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له څرګندونو سره سم ټاکل شوې د نن ورځې تر پای پورې طالبان د افغان حکومت ټول ۱۰۰۰ تنه بندیان خوشي کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شاهین پرون چهارشنبې د زمري ۸ مه ناوخته په خپل ټوېټر اعلان کړی و، چې د اختر په مناسبت او د ښه نیت ښودلو په موخه به تر اختر پورې پاتې ټول حکومتي زندانیان خوشي کړي.

شاهین وايي، په دې سره به د هوکړې مطابق زرو تنه بندیان پوره شي.

شاهین له افغان حکومت هم د ورته  عمل غوښتنه کړې او وایي، د هوکړې مطابق باید د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د آزادۍ پروسه هم بشپړه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې  ولسمشر غني هم د لوړ پوړو چارواکو په غونډه کې ویلي، چې ډېر ژره به د پنځه زره طالب زندانیانو د خلاصون پروسه بشپړه او بین الاافغاني  خبرې به پیل شي.

ښاغلي غني له طالبانو یو ځل بیا وغوښتل، چې تاوتریخوالی ودروي او د سولې لپاره بین الاافغاني خبرې پیل کړي.

د ولسمشر غني له دغه څرګندونو وروسته طالبانو د اختر په دریو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ، چې سمدستي یې د افغان حکومت، امریکا، ناټو، اروپايي ټولنې او ځینو هېوادونو له خوا هرکلی وشو او افغان ولسمشر هم امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ډز بندیز امر وکړ.

د حکومت او طالبانو له خوا د اختر په ورځو کې اوربند او د زندانیانو د خلاصون پروسو بشپړولو یو ځل بیا له ولس سره د سولې هیلې پیدا کړې او په همدې  موخه یې له دواړو لورو غوښتي، چې اوربند وغځوي او بین الافغاني خبرې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي