طالبانو د انعام ورکولو پر سر روسیې ته د امریکا خبرداری

9 اسد 1399 ساعت 11:47

امریکایي استخباراتو په پټه روسیې ته خبرداری ورکړی، چې که افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د وژلو پر سر طالبانو ته د انعام ورکولو خبره کره شي، نو روسیې ته به ښې پایلې ونه لري.


امریکایي استخباراتو په پټه روسیې ته خبرداری ورکړی، چې که افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د وژلو پر سر طالبانو ته د انعام ورکولو خبره کره شي، نو روسیې ته به ښې پایلې ونه لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د وژلو پر سر طالبانو ته د مسکو له خوا د انعامونو ورکولو او له طالبانو سره د مرستې او اړیکو خبر په لومړي ځل نیویارک ټایمز او ځینو نورو رسنیو راپورته کړه.

له دې وروسته د امریکا او روسیې تر منځ اړیکې نورې هم ترینګلې شوې او په کور د ننه د امریکا په ولسمشر ټرامپ فشارونه زیات شول او ان ځینو استازو ویل ټرمپ د خپلو سرتېرو له امنیت نه ناخبره دی.

خو روسیې او طالبانو په کلکه دا خبره رد کړه او ان د امریکا ولسمشر ډونالډ د روسیې له لوري طالبانو ته د انعام ورکولو پر مسئله ځان ناخبره ښودلې.
خو ځینې رسنۍ وايي، امریکايي استخباراتو په همدې تړاو روسیې ته خبرداری ورکړی دی.

یو شمېر بهرنۍ رسنۍ لیکي سره له دې چې ټرمپ د روسیې له لوري طالبانو ته د انعام ورکولو پر مسئله ځان ناخبره ښيي خو د امریکا استخباراتي ادارو په پټه روسیې ته پر همدې مسئله خبرداری ورکړی دی.

ديپلوماتیکو سرچینو رسنیو ته ویلي، امریکایي استخباراتو روسیې ته ویلي دوی له طالبانو د ملاتړ او دوی ته د انعام ورکولو په تړاو هر اړخیزې پلټنې کوي او که چېرته دا خبره ثابته شي نو د روسیې لپاره به ښه پایله و نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 130045

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130045/

جمهور
  https://www.jomhornews.com