دفاع وزارت د ملي اردو د قربانیانو له زرو کورنیو سره د مرستو لړۍ پیل کړه

9 اسد 1399 ساعت 12:07

ملي دفاع وزارت د افغان پوځ د قربانیانو له کورنیو سره د مرستې لړۍ پیل کړ، چې په ترڅ کې به یې په لومړي سر کې ۱۰۰۰ کورنیو ته مرسته ورکړي.


ملي دفاع وزارت د افغان پوځ د قربانیانو له کورنیو سره د مرستې لړۍ پیل کړ، چې په ترڅ کې به یې په لومړي سر کې ۱۰۰۰ کورنیو ته مرسته ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه مرستې نن پشنبې د زمري ۹ مه پیل شوې، چې په کې هرې کورنۍ  ته اوړه، غوړي، وریجې، لوبیا او نور خوراکي مواد ورکول کېږي.

دغه مرستې د کابل ښار غازي ستډیوم د قربانیانو کورنیو ته وېشل کړي، چې د ملي دفاع وزارت لوړ پوړي چارواکي هم ورته راغلي دي.

د افغان پوځ لوی درستیز یاسین ضیا د مرستو وېشلو پر مهال و ویل، دفاع وزارت تشې ژمنې نه‌ کوي، بلکې عملآ کار کوي.

نوموړي و ویل« په تدریجي ډول ستاسې د اولادونو د روزلو مسؤلیت پر غاړه اخلو، موږ احساسوو چې دغه بنسټ ستاسې کورنۍ ده او تاسې چې قرباني شوي یاست او اولادونه، مېړونه او زړه ته نږدې کسان مو له‌منځه تللي، په دغه کورنۍ کې ډېر ارزښت لري.»

جنرال ضیا وايي، دغه وزارت په راتلونکي کال کې په پام کې لري د ملي اردو د قربانیانو یو شمېر اولادونه په ښوونځیو کې شامل کړي.

په ورته وخت کې د فاع وزارت چارواکي وايي، د خیر رسوونکو کسانو نه‌ یې د مرستو راټولولو په هدف کمپاین کړی چې په دې لړ کې تر اوسه د ۳۱ زره قرباني کورنیو له جملې، اته زرو ته مرستې رسېدلې دي.

د دوی په وینا د ملي اردو د قربانیانو د کورنیو له ډلې يې ۳۰۰ کسانو ته د تحصیلي بورسونو په برابرولو کې مرسته کړې ده.

د دفاع وزارت د چاوراکو په وینا، د ملي اردو له قرباني شویو کورنیو سره د مرستې دغه پروګرام، د روژې له میاشتې پیل شوی او اوسنی پروګرام هم د تېر هغه په دوام دی.

د یادونې ده، چې مخکې له دې یو شمېر سوداګرو هم دغه کار کړی او د خوراکي توکو په مرستې سره‌یې د دغو کورنیو لاسنیوی کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 130047

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130047/

جمهور
  https://www.jomhornews.com