وسله وال طالبان وايي، د افغان حکومت ټول زر تنه زندانیان چې دوی یې له امریکا سره په هوکړه کې د خوشي کولو ژمنه کړې وه، خوشي کړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبان زیاتوي، نن پنشنبې د زمري ۹ مه یې په زابل کې ۲۰ په فراه کې ۱۷نیمروز کې ۷ هرات کې ۲۰ او په غور ولایت کې ۱۲ تنه حکومتي زندانیان خوشي کړي دي.
د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې دوی نن د ټولو حکومتي زندانیانو په خوشې کولو سره د زندانیانو د خلاصون پروسه بشپړه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د دوی له لوري د بندیانو د خلاصون پروسه د تېرې وري (حمل) میاشتې په ۲۴مه پیل او نن بشپړه شوې ده.
سرچینه وایي، طالبانو ژمنه کړې وه، چې د ښه نیت ښودلو په موخه به تر اختر مخکې د افغان حکومت ټول بندیان خوشي کړي او له حکومت څخه یې غوښتي و، چې د دوحې هوکړې پر بنسټ دې د دوی ۵ زره بندیان خوشې کړي څو بین الافغاني مذاکراتو ته لار هواره شي.
افغان حکومت د وسله والو طالبان د اعلامیې په غبرګون کې تراوسه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل