د وېش پر دروازه د افغان او پاکستاني ځواکونو نښته شوې

9 اسد 1399 ساعت 21:14

سیمه ییزې امنیتي سرچینې وايي، د کندهار د سپین بولدک او چمن تر منځ د وېش پر دروازه د افغان سرحدی ځواکونو او پاکستاني ځواکونو تر منځ سخته نښته روانه ده.


سیمه ییزې امنیتي سرچینې وايي، د کندهار د سپین بولدک او چمن تر منځ د وېش پر دروازه د افغان سرحدی ځواکونو او پاکستاني ځواکونو تر منځ سخته نښته روانه ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نښته نن پنشنبې د زمري ۹ مه ماښام شاوخوا ۷ بجې هغه مهال پیل شوې، کله چې پاکستاني ملېشو په افغان کمیسارۍ ډزې وکړې.

دغه نښته وروسته ترهغه رامنځ ته کیږي، چې د فرضي پولې هغه غاړه په چمن ښار کې د پاکستاني ملېشو پر تاسیساتو یو شمیر بند پاتې مسافرو برید وکړ او له برید وروسته  دواړو غاړو ته ګڼ مسافر واوښتل.

د کندهار امنیتي سرچینې وايي، د پاکستاني ملېشو په ډزو دوه مسافر وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې په خبره افغان سرحدي ځواکونود پاکستانیو ملېشوسخت ځواب ورکړی او اوس هم نښته روانه ده .

د کندهار سیمه ییزو چارواکو تراوسه په دې تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو ویل کېږي د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان او د سرحدي ځواکونو قوماندان هم د جګړې سیمې ته رسېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
 
 


د مطلب کود: 130058

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130058/

جمهور
  https://www.jomhornews.com