افغان حکومت ۳۱۷ نور طالب زندانیان خوشي کړي دي

13 اسد 1399 ساعت 8:11

افغان حکومت وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوي تړون په اساس یې ۳۱۷ نور طالب بندیان له زندان څخه خوشې کړي دي.


افغان حکومت وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوي تړون په اساس یې ۳۱۷ نور طالب بندیان له زندان څخه خوشې کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا پرون یکشنبې د زمري ۱۲مه په یوه ویلي، دا طالب بندیان په تېرو دوو ورځو کې د بګرام او د نورو ولایتونو له زندانونو څخه خوشې شوي دي.

یادې شورا زیاته کړې، چې افغان حکومت تراوسه ۴۹۱۷ طالب بندیان له خپلو زندانونو څخه خوشې کړي او دا لړۍ لا هم دوام لري ترڅو د خوشې شویو طالب زندانیانو شمیر ۵۱۰۰ ته ورسېږي.

د افغان حکومت له زندانونو څخه د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او د طالبانو له خوا د ۱۰۰۰ حکومتي اسیرانو خوشې کول د دوحې د تړون یوه مهمه برخه ده.

دغه تړوان د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر په پلازمینې دوحه کې لاسلیک شو.

افغان حکومت له دې وړاندې ویلي و چې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو له شمیرې شاوخوا ۶۰۰ تنه یې د "حق‌العبدي" ادعاو له امله نه خوشې کوي.

ولسمشرغني د لوی اختر په لومړۍ ورځ ویلي و، چې د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کول د هغه په صلاحیت کې نه دی او په دې اړه به د افغانستان د خلکو استازي په مشورتي لویه جرګه کې تصمیم ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویلي، د دوحې د تړون په اساس د ټولو طالب بندیانو له خوشې کولو وروسته به له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 130124

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130124/

جمهور
  https://www.jomhornews.com