دانش:

ډېر د طالب زندانیانو په اړه لویه مشورتي جرګه جوړه شي

13 اسد 1399 ساعت 8:19

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش په کابل کې د امريکا سفارت له مرستیالې کارن ډیکر سره د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.


د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش په کابل کې د امريکا سفارت له مرستیالې کارن ډیکر سره د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ویډیويي کنفرانس پرون د اختر درېیمه تر سره شوې، چې په کې ښاغلي دانش ویلي، ډېر ژر به کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه د خلکو د استازو، ملي شورا غړو، د ملي مصالحې عالي شورا او نورو اړوندو ارګانونو په حضور کې جوړه شي.

نوموړي زیاته کړې، چې په مشورتي لویه جرګه کې به د طالب بندیانو پر خوشې کېدو، پر اوربند، له طالبانو سره پر مذاکراتو او د خلکو پر غوښتنو بحث او خبرې وشي.

که څه هم تر اوسه د یادې جرګې د جوړېدو کره نېټه نه ده معلومه، خو ځینې باوري سرچینې  وايي، جرګه راتلونکې جمعه د زمري ۱۷ مه کابل کې جوړېږي.

دانش دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پرون د ملي امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان حکومت ۳۱۷ نور طالب زندانیان هم خوشي کړي دي.

افغان حکومت وايي، دغه زندانیان یې د امریکا او طالبانو د هوکړې سره سم خوشي کړي، چې په دې  سره د خوشي شویو زندانیانو شمېر ۴۹۱۷ تنو ته ورسېده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 130125

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130125/

جمهور
  https://www.jomhornews.com