د پاکستان د راکټي بریدونو څېړلو لپاره د افغان حکومت پلاوی کندهار ته تللی

13 اسد 1399 ساعت 8:25

د افغانستان ملي امنيت شورا وايي، يو لوړ پوړی حکومتي پلاوی د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ د پاکستان له لوري د راکيټي بريدونو او وروستيو لانجو د هر اړخيزې څېړنې په موخه د کندهار سپين بولدک ته رسېدلی دی.


د افغانستان ملي امنيت شورا وايي، يو لوړ پوړی حکومتي پلاوی د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ د پاکستان له لوري د راکيټي بريدونو او وروستيو لانجو د هر اړخيزې څېړنې په موخه د کندهار سپين بولدک ته رسېدلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي امنيت شورا پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، په دې پلاوي کې د مختلفو ادارو استازي شته، دوی به په کندهار کې د پاکستاني پوځيانو وروستي راکیټي بريدونو موضوع په هر اړخيز ډول وڅېړي.

د یادونې ده، چې له اختر یوه ورځ مخکې د زمري ۹مه پاکستاني پوځيانو په سپين بولدک ولسوالۍ راکېټي بريد وکړ چې په کې ۱۵ ملکي وګړي ووژل شول او تر ۸۰ زيات ټپيان شول.

دې پېښې زيات غبرګونونه را وپارول او د افغان امنيتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ملکي وګړو د جګړې ډګر ته ور ودانګل.

د افغانستان د پوځ مشر جنرال یاسین ضیا ټولو ځواکونو ته پر پاکستاني ځواکونو د ورته برید او تیارسۍ امر یې ورکړه.

دغه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وويل، چې افغان امنيتي ځواکونه د خپلې خاورې او خلکو ساتنه کولای شي او د داسې بريدونو ځواب ورکولای شي.

له دې سره سم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې  کار پښېماني وښوده او وزیر یې شاه محمود قرشي و ویل، چې دا پېښه بايد نه وای شوې.

نوموړي زیاته کړې ده چې اوس په دې اړه د افغانستان د بهرنيو چارو له وزارت سره په اړيکه کې دي او د خبرو له لارې به ستونزه حل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 130126

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130126/

جمهور
  https://www.jomhornews.com