د افغان پوځ مشر ضیا ننګرهار ولایت ته ورسېده

13 اسد 1399 ساعت 15:53

په داسې حال کې، چې د ننګرهار په محبس د داعش ډلیز برید لا هم دوام لري، د افغانستان د پوځ لوی درستیزیاسین ضیاء جلال اباد ښار ته رسېدلی دی.


په داسې حال کې، چې د ننګرهار په محبس د داعش ډلیز برید لا هم دوام لري، د افغانستان د پوځ لوی درستیزیاسین ضیاء جلال اباد ښار ته رسېدلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار پر عمومي زندان تېر ماښام لومړی موټر بم او وروسته وسله والو ډله ییز برید وشو، چې لا هم دوام لري.

امنیتي چارواکي وایی، برید تراوسه هم دوام لري او تر دې دمه په کې ۲۳ تنه وژل شوي او تر ۵۰ ډیر ټپيان دي.

خو یو شمیر سرچینې د مرګ ژوبلې ارقام ډیر لوړ ښيي.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، د دې برید پرمهال یو شمیر زندانیان هم تښتېدل دي خو په خبره یې یو شمیر یې بیرته نیول شوي دي.

د برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخستی.

داعش د ننګرهار پر محبس پر داسې مهال برید کوي، چې تر دغه برید یوه ورځ وړاندې  ملي امنیت ریاست وویل، چې افغانستان کې یې د داعش ډلې استخباراتي مشر وژلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 130145

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130145/

جمهور
  https://www.jomhornews.com