کرونا په افغانستان کې:

په ۲۴ ساعتونو کې ۳۶ تنه پرې اخته شوي او څلور ترې مړه شوي دي

13 اسد 1399 ساعت 16:12

روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۳۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.


روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۳۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې له سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۶ زره او ۷۴۶ ته رسېدلی دی.

د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته څلور تنه مړي شوي هم دي چې ورسره د یادې وبا له امله د مړه شویو کسانو ټول شمېر بیا ۱ زر او ۲۸۸ ته پورته شوی دی.

د یادونې ده چې پرون یاد وزارت ویلي و چې پرون په ټول هېواد کې د کرونا ویروس یوازې یوه پېښه ثبت شوې ده خو نن دا شمېر بېرته لوړ شوی دی.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 

 
 


د مطلب کود: 130147

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130147/

جمهور
  https://www.jomhornews.com