ولسمشرغني او د هند لومړي وزیر د سیمې پر امنیت خبرې کړې دي

14 اسد 1399 ساعت 7:56

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په تلېفوني اړیکه کې د سیمې پر امنیت خبرې اترې کړې دي.


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په تلېفوني اړیکه کې د سیمې پر امنیت خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې  هندي رسنۍ  وايي، مودي او ښاغلي غني پرون دوشنبې د زمري ۱۳ مه تلېفون باندې خبرې وکړې.

ټایمز اف انډیا  ورځپاڼه وايي، د هند د صدراعظم دفتر و ویل، د افغانستان ولسمشر او د هندوستان صدراعظم یو بل ته د اختر مبارکي وویله.

په دې ټېلفوني خبرو کې د هند صدراعظم د سوله ییز، سوکال او ټولشموله افغانستان لپاره له افغانانو سره د هند پر ژمنې ټینګار وکړ.

ولسمشر غني او صدراعظم مودي په سیمه کې پر امنیتي وضعیت او د دوو هیوادونو د دلچسپۍ پر مسلو هم وږغېدل.

د مودي د دفتر له خبرپاڼې سره سم، ولسمشر غني د هند له صدراعظم ښاغلي مودي څخه په دې مننه وکړه چې افغانستان ته یې په مناسب وخت د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره خوراکي او طبي مرستې راولېږلې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 130167

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130167/

جمهور
  https://www.jomhornews.com