کونړ کې چاودنې پنځه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

14 اسد 1399 ساعت 18:29

د کونړ ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت په شیګل ولسوالي کې ماین چاودنې پنځه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


د کونړ ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت په شیګل ولسوالي کې ماین چاودنې پنځه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کونړ د والي ویاند عبدلغني مصمم د چاودنې پخلي تر څنګ زیاته کړې ده چې پېښه نن سه شنبې د زمري ۱۴ مه سهار شاو خوا لس نیمې بجې د کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ د موڼې سیمې ته نږدې د یو ځا پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې.

نوموړی وايي، په چاودنه کې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي.

د والي ویاند وايي د ټپیانو روغتیايي وضیعت ښه دی او د پیښي په اړه څیړني پیل شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 


د مطلب کود: 130191

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130191/

جمهور
  https://www.jomhornews.com