لبنان کې دوه سترې چاودنې، زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

15 اسد 1399 ساعت 7:31

د لبنان پلازمېنه بېروت ښار کې دوه سترې چاودنې شوې، چې له امله یې زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ان تر ۱۰ کلیومترۍ پورې مالي زیانونه اړولي دي.


د لبنان پلازمېنه بېروت ښار کې دوه سترې چاودنې شوې، چې له امله یې زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ان تر ۱۰ کلیومترۍ پورې مالي زیانونه اړولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ځینې راپورونه وايي، چاودنه د دغه هېواد په اټومي بټۍ کې د برق د شارتۍ له امله رامنځ ته شوې ده، چې له امله یې سیمې ټول ودانۍ له منځه تللې دي.

ویل کېږي، دا پر هیروشیما د امریکا تر اټومي برید وروسته لویه چاودنه وه، چې رامنځ ته شوې  ده.

راپورونه وايي، په دغه چاودنه کې سلګونه کسان وژل شوي، چې شمېر یې نه دی معلوم خو ټپیان بیا تر ۲۳۰۰ تنو پورې رسېدلي دي.

د بېروت ټول روغتونونه له ټپیانو ډک دي، خو یو شمېر نور یې بیا په دغه چاودنه کې سخت زیانمن شوي دي.

تر اوسه د چاودنې لامل نه دی معلوم خو په کې ترهګر او نظامي برید له وړاندې رد شوی دی.

له دغه چاودنې د مرګ ژوبلې تر څنګ میلیاردونه ډالره زیان هم اوښتی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 130203

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130203/

جمهور
  https://www.jomhornews.com