برېتانیا افغانستان کې د خپلو ځواکونو د کړنو په اړه پلټنه پيل کړې

15 اسد 1399 ساعت 8:31

وروسته له هغې افغانستان کې د برېتانوي ځواکونو د جنایتونو په اړه راپورونه خپاره شول، د برېتانیا دفاع وزارت وايي په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.


وروسته له هغې افغانستان کې د برېتانوي ځواکونو د جنایتونو په اړه راپورونه خپاره شول، د برېتانیا دفاع وزارت وايي په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه راپورو تر خپرېدو وروسته د برېتانیا حکومت د رسنیو تر سخت فشار لاندې دی.

وړاندې په راپورونو کې ویل شوي، چې برېتانوي ځواکونو په افغانستان کې په قصدي توګه قومي مشران او عام خلک په نښه کړي او وژلي یې دي.

د برېتانیا دفاع وزارت ویلي دوی به په دې اړه نورې او لا ډېرې دقیقې پلټنې کوي.

دغه وزارت وايي، دوی به په دې اړه هم پلټنې کوي چې ولې د عملیاتو محرم اسناد رسنیو کې خپاره شوي او بل دا چې ولې لوړپوړي بریتانوي چارواکي د خپلو سرتېرو له کړنو ناخبره وو.

رسنیو په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره کړي چې په هلمند کې مېشتو بریتانوي ځواکونو د خپل ماموریت پر مهال په قصدي توګه قومي مشران او د ډېر عمر لرونکي کسان په نښه کول.

دغه اسناد او دوسیې دمګړی د برېتانوي محاکمو پر مېز پرتې دي او دوی یې د څېړنې ژمنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 130206

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130206/

جمهور
  https://www.jomhornews.com