د امریکا د سولې انستیتوت غړی:

داعش خطرناک دی، حکومت او طالبان د ژر تر ژره سره متحد شي

15 اسد 1399 ساعت 8:42

د امریکا د سولې انستېتیویت غړی سکاټ سمېټ وايي، داعش خطرناک دی، نو ځکه باید حکومت او طالبان ژر تر ژره سره متحد او پر وړاندې یې مبارزه وکړي.


د امریکا د سولې انستېتیویت غړی سکاټ سمېټ وايي، داعش خطرناک دی، نو ځکه باید حکومت او طالبان ژر تر ژره سره متحد او پر وړاندې یې مبارزه وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې د داعش فعالیتونه د جګړې د پای لپاره ستر خنډ دی.

نوموړي په تازه مرکه کې ویلي، طالبانو او افغان حکومت ته په کار ده چې ژر تر ژره په خپلو کې سره یو ځای شي او په دې توګه په ګډه د داعش پر وړاندې مبارزه وکړي.

سکاټ سمېټ وایي، پر دې خبرې باور کول ناشوني دي چې ګواکي داعش ډله دې په افغانستان کې ماته شوې وي.

نوموړي ویلي، داعش ډله د سوله ییز افغانستان لپاره ستر خنډ ده.

سمېټ وایي که طالبان او افغان حکومت ژر تر ژره په خپلو کې هوکړه سره وکړي او خپله انرژي د هغه ګواښونو پر وړاندې وکاروي چې داعش یې جوړوي نو په افغانستان کې دایمي ثبات تامینیدلی شي.

هغه ټینګار کوي چې داعش د جلب او جذب په حال کې ده او ټولو لورو ته په کار ده چې دغه خطر ته متوجه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 130208

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130208/

جمهور
  https://www.jomhornews.com