د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې یې دوه تښتول شوي وګړي تر دوو کالو ځنډ وروسته خوشې شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د ۲۰۱۸ز کال په « مې» کې یې اووه تنه انجنیران په بغلان کې د وسله والو طالبانو تښتولي وو.
د هند د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې طالبانو له یاد شمیر کسانو ۴ له دې وړاندې خوشې کړي وو او دوه یې اوس خوشې کړل.
هندي چارواکي وایي دغه انجنیرانو بغلان ولایت کې د برېښنا د لېږد په یوه پروژه کې کارکاوه، چې وسله والو طالبانو وتښتول.
په اعلامیه کې هند په دې برخه کې د افغان حکومت له هڅو هم مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې دوی به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.
هندي حکومت د دغه خوشي شوو کسانو د هویت په اړه لا ډېر معلومات نه دي ورکړي.
وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل