کونړ کې د داعش یو مهم قوماندان او اکمالاتي مسوول نیول شوی دی

15 اسد 1399 ساعت 10:26

ملي دفاع وزارت او سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځواکونو کونړ ولایت کې د داعش ډلې یو مهم، ظالم قوماندان او د اکمالاتو مسوول نیولی دی.


ملي دفاع وزارت او سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځواکونو کونړ ولایت کې د داعش ډلې یو مهم، ظالم قوماندان او د اکمالاتو مسوول نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کونړ ولایت د والي ویاند عبدالغني مصمم زیاتوي، یاد کس تېره شپه امنیت ملي امنیت د ځانګړو عملیاتو پرمهال په څوکۍ ولسوالۍ کې نیولی دی.

هغه زیاته کړه نیول شوی کس خان سعید نومیږي او په خبره یې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ۶ میله وسلې او څو عدده مخابرې او سیمکارتونه هم ترلاسه کړي دي.

د مصمم په خبره په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو ته زیان نه دی اوښتی.

په ورته وخت کې دفاع وزارت هم ویلي، چې افغان ځانګړو ځواکونو کونړ ولایت کې د داعش یو مهم، ظالم قوماندان نیولی دی.

دفاع وزارت وايي، نیول شوی قوماندان محمد سعید نومېږي د محمد افضل زوی دی، چې له بهر څخه یې افغانستان ته د داعش د بهرنیو جنګیالیو په رالېږدولو کې لاس درلود.

یاد وزارت زیاتوي، چې نیول شوي کس د کابل او ننګرهار په وروستیو بریدونو کې هم لاس درلود.

د یادولو ده ، چې له دې وړاندې د داعش ډلې د استخباراتو عمومي مسؤل په جلال اباد ښارکې د ملي امنیت ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پرمهال نیولی وو.

افغان ځواکونه د داعش دغه مهم قوماندان پر داسې مهال نیسي، چې دغه ډلې دوه ورځې وړاندې د ننګرهار په محبس ډلیز وسله وال او موټر بم برید وکړ، چې په کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او یو شمېر زندانیان په تېښته بریالي شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 130222

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130222/

جمهور
  https://www.jomhornews.com